د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د ارزونې ټېمونو د هېواد ۱۰ ګرمو سیمو او ولایتونو ته رسمي سفرونه پیل کړل

media-moe
Mon, Feb 10 2025 10:54 AM
25

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د ارزونې ټېمونه چې په تشکیل کې یې د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ریاست متخصصین او کارپوهان هم شامل دي، د اصول صنفي ټولګیو د ښوونیزې کچې ارزونې په موخه، د هېواد لسو ګرمو سیمو او ولایتونو ته خپل سفرونه پیل کړل.
د مهالوېش سره سم، پلان شوې ده چې پورته ذکر شوي ټېمونه، به د یادو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ۳۰ تنه زده کونکي د ریاضي او لوستلو په برخه کې وارزوي.
هېره دې نه وي، چې د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن حماس د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د همدې ارزونو له پروسې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په ​​خپله وینا کې د اصول صنفي زده کونکو ارزونه د دوی د زده کړې کیفیت لاښه کولو په برخه کې اغېزمنه وګڼله او د پورته ذکر شویو ټېمونو له غړو څخه یې وغوښتل، چې خپلې ارزونې په دقت او معیاري ډول ترسره کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS