لغمان ولایت کې د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۴۳
سیب

 د لغمان ښار تعلیمي حوزې اړوند د چندلام دیني مدرسې د جوړېدو چارې چې څه موده وړاندې د یاد ولایت علم پرور شخصیت حاجي عبدالوکیل په مالي مرسته د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال د بشپړېدو پړاو ته ورسېدلې او د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 د يادونې وړ ده، چې همدغه شخصيت د يو باب ښوونځي د ودانۍ د ترميم ترڅنګ، د يو محراب جومات لپاره د ودانۍ جوړولو وعده هم د دغه ولايت پوهنې رياست ته ورکړه.
 د پوهنې وزارت د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د لغمان ولایت علم پروره ولس له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۹
Background image

په پکتیا کې یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په یوه غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په پخري منځني ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

په پکتیا کې یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په یوه غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په پخري منځني ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS