د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري ۸۱۶۵ خالي بستونو لپاره د رقابتي آزموینې پایلې اعلان شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۴:۲۳
bn

د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري ۸۱۶۵ بستونو (۸۰۸۶ د ښوونکو او ۷۹ اداري) لپاره د رقابتي آزموینې پایلې، چې مخکې اخیستل شوې وه، نن د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت معینانو، یو شمېر مرکزي رئیسانو او د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ګډون والو، مېلمنو او خبریالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې رقابتي آزموینې اخیستلو پروسه بریالۍ وبلله، او څرګنده یې کړه: پورته ذکر شوې آزموینې د آزموینو ملي ادارې په همکارۍ، په ښه نظم او بشپړې روڼتیا سره واخیستل شوې؛ چې په دې برخه کې د آزموینو ملي ادارې د مشرتابه او مسئولینو له همکارۍ څخه مننه کوم.

ورپسې، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید د موضوع په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د پورته ذکر شویو بستونو لپاره د آزاد رقابت پروسه کې ۳۵۶۴۰ تنو نوماندانو ګډون کړی وو، چې په ترڅ کې یې وړ او بااستعداده کسان بریالي شول.

په ورته مهال د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس هم د همدغې آزموینې په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: د یو پیاوړي او حساب ورکوونکي ښوونیز سیسټم رامنځته کول کار اهل کار ته د سپارلو اصل پلي کولو ته اړتیا لري، چې په پوهنې وزارت کې د وړتیا او لیاقت پر بنسټ د علمي کادرونو ګمارنې پروسه یې ښکاره بېلګه ده.

دغه راز د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس مفتي حبیب الله «نوري قتاده» هم د یادې آزموینې د روڼتیا او اړتیا په اړه خبرې وکړې او د افغانستان علم پروره ملت ته یې په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې د معیاري نمرو په ترلاسه کولو کې بریالي شوي، مبارکي وویله.

مراسم د عائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په هرات ولایت کې د ۶۶۰ تنو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

 د هرات ولایت چشت شریف، اوبه، کرخ او کهسان ولسوالیو اړوند ۶۶۰ تنو ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او د زده‌کړې ترویج" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو.
د یاد روزنیز پروګرام. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۳۶
Background image

پکتیا ولایت کې څه د پاسه ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند کلاګو اتفاق عالي لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د عامو خلکو او ملي سوداګرو له خوا د ۲.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې مسئولینو په حضور کې کېښودل شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د کابل ښار یو شمېر ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ «د پسرلني کپ» پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د دغو سیالیو څخه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس مفتي محمد یوسف »ثاقب»، یو شمېر مسئولینو، روزونکو، زده‌کونکو او د سپورټ مینه والو له نږدې لیدنه وکړه.

یادې سیالۍ د اړوندو. . .

BACK TO NEWS