د اسلامي زده کړو معین لخوا په میدان وردګ ولایت کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۹:۵۹
125

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوی کرامت الله «آخندزاده»، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر پرمهال د علماءکرامو، قومي مشرانو، مخورو شخصیتونو او سیمه ییزو اوسېدونکو په حضور کې، د چک ولسوالۍ اړوند جامعة‌ الجهاد دیني مدرسې په انګر کې د یو محراب جومات د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.
په پلان کې ده، چې پورته ذکر شوی جومات به په یو وخت کې له زرو څخه زیاتو لمونځ کونکو ظرفیت ولري او دا به د ځایی اوسېدونکو په مالي ملاتړ جوړ شي.
د اسلامي زده کړو معین د پورته ذکر شوي جومات د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې څرګنده کړه: "موږ هڅه کوو چې د زده کړې او عبادت لپاره ځانګړی معیاري چاپېریال رامنځته کړو، تر څو راتلونکي نسلونه وکولی شي د حقیقت، عدالت، تقوا او اخلاص مشعلونه په خپلو منځو کې روښانه وساتي."
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت دغه ګامونه د اسلامي مقدساتو د ساتنې، پالنې او د تعلیمي مرکزونو لاپراختیا په برخه کې د اړوندو فعالیتونو څرګنده نښه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS