د لوګر ولایت پوهنې ریاست سره د ۴۰ زره ډالرو په لګښت د کتابونو او تدریسي موادو مرسته وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۹
یبل

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د لوګر پوهنې ریاست ته د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت درسي کتابونه او اړین تدریسي مواد ځانګړي کړل.
په یاده مرسته کې ۲ زره ۳۵۲ ټوکه درسي کتابونه،۲ زره ۳۹۲ د سپینو تختو مارکرونه او ۲۰ پایې خېمې شاملې دي، چې ډیر ژر به د اړتیا سره سم د یاد ولایت ښوونځیو ته ووېشل شي.
د پوهنې وزارت د تعلیمي ادارو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS