په دیني مدارسو کې د اسلامي امارت د مسئولینو د تدریس په اړه د مشرتابه عالي مقام د حکم په اړه د پوهنې وزارت وضاحت

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۲
12

بسم الله الرحمن الرحیم

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت تل هڅه کوي تر څو د پوهنې بهیر معیاري او با کیفیته کړي، تدریسي چارې منظمې او استاذان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي. په دې لړ کې د دیني مدارسو په برخه کې ځینې ستونزې موجودې وې، چې د پوهنې وزارت مسئولینو یادې ستونزې له عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی سره شریکې کړې. د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی هدایت دا وو چې تاسې ددې ستونزو د حل لپاره یو طرزالعمل ترتیب او مونږ ته یې د منظوري لپاره را ولېږئ.

دهمدې هدایت د تعمیل په موخه، د پوهنې وزارت له خوا طرزالعمل ترتیب او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا منظور شو چې بیا د پوهنې وزارت له خوا ټولو امارتي ادارو او وزارتونو ته رسما ولېږل شو. ځینو کسانو ددې طرزالعمل له ځینو موادو څخه داسې ناسم تعبیر کړی دی چې ګواکې مسئولین په هیڅ صورت نه شي کولای تدریس وکړي او په دې اړه ځیني ټلیفوني پیغامونه هم خپاره شوي چې د یاد طرزالعمل مواد پکې په ناسم ډول توضیح شوي دي.

د دې موادو اصلي وضاحت دا دی چې مسئولین له خپل مسئولیت سره سره نه شي کولاي په مدرسه کې تدریس هم وکړي، البته د وخت او فرصت په درلودلو سره هغوی په خصوصي ډول قبل الوقت یا بعدالوقت په وزارتونو، ادارو یا کور کې تدریس کولای او له علم سره خپل تعلق ساتلای شي.

والسلام

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS