د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۵۰
SDFAS

د کابل ولایت پوهنې ریاست په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۲ بابه ښوونځيو او یو باب مدرسې د ترمیم او ۱۱ بابه ښوونځيو د اوبو رسولو او برېښنایي سیسټمونو فعالولو پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي.

خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د پنجشنبې د ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د ۲۳/زمري/۱۴۰۴ لمریز کال) پورې د کابل ولایت پوهنې ریاست د تدارکاتو مدیریت ته، چې شاه‌دوشمشیره ته څېرمه د افغان‌ترک لېسې ترڅنګ موقعیت لري، وسپارئ.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې۲۵۲ زره ( دوه‌سوه دو پنځوس زره ) افغانۍ کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به د پنجشنبې ورځ ( د ۲۳/زمري/۱۴۰۴ لمریز کال) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د پوهنې ریاست په تالار کې جوړه شي.

یادونه: بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS