زابل ولایت کې د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۰
5145

د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ اړوند د عبدالله ابن عمر«رضی الله عنه» دیني مدرسې بنسټ ډبره، د خلکو په ملاتړ د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د پوهنې رئیس، مسئولینو او د سیمه ییزو ادارو د یو شمېر نورو چارواکو او د خلکو استازو په حضور کې کېښودل شوه.

یاده مدرسه، چې په درې جرېبه ځمکه کې جوړېږي، د څلورو درسي ټولګیو او یوې ادارې خونې سره په یو پوړ کې جوړېږي او په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۳۰۰ تنو طلابو ته مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS