د کابل ولایت د مدارسو او ښوونځيو استادانو لپاره لارښود او مشورتي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۰
5215

د کابل ولایت پوهنې ریاست لخوا د تنظیم شوي پروګرام سره سم، د پغمان ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځيو ۱۵۰۰تنو استادانو او زده‌کوونکو لپاره "د زده‌کوونکو سالمه او اسلامي روزنه او د فکري جګړې سره د مبارزې لارې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار د یوې تعلیمي مرستندویه ادارې په همکارۍ ترسره شو؛ ترڅو ځوانان په اسلامي او ملي روحیه او د کلتوري یرغل او فکري جګړې سره د مبارزې په تړاو وروزل شي.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې چارواکو سربېره، علماءکرامو او د ځایی خلکو استازي هم په سیمینار کې حاضر وو. دوی د اسلامي روحیې سره د زده‌کوونکو د سالمې روزنې او د مشرانو او آمرینو اطاعت په څېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ښوونکو او استادانو پام یې د زده‌کوونکو او ځوانانو ترمنځ د رد شويو افکارو د خپرېدو مخنیوي ته راواړاوه.

ورپسې د سیمینار ګډون‌والو د داسې علمي او لارښود غونډو په ترسره کولو خوښي څرګنده او په راتلونکي کې یې د دغه شان نورو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS