د پوهنیز نظام پیاوړتیا لپاره د خلکو مالي مرستې دوام لري

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۱۷
366

د یو خیریه بنسټ له لوري، د پکتیکا ولایت یحیی خېلو، جانی خېلو او خوشامند ولسوالیو په ۲۸ بابه دیني مدارسو کې ۱۶۰۵ تنه زده‌کوونکو او ۱۳۳ تنه ښوونکو ته د ۲ مېلیونه ۶۴۸ زره افغانیو په اندازه مالي مرسته وشوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د پورته ذکر شویو مرستو د منظم او دقیق وېش ډاډ ورکولو سره څرګنده کړه چې د دې مرستې سربېره، یاد خیریه بنسټ په دغه ولایت کې ۶۲ اړمنو کورنیو ته مالي مرسته هم کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS