په خوست ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
56454

د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ښوونځیو بیارغونه د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي فیض الله جمال حقاني دغه اقدام د پوهنې پیاوړتیا لپاره مهم وباله او د ودانیو ساتنې ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې د پروژو کیفیت او دوامداره څارنه ترسره کړي.

د یادو پروژو په چوکاټ کې، د ښوونځیو د ودانیو بیارغونه، د نویو درسي خونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو د څو څاګانو کیندل، احاطوي دېوالونو رغول او ځینې نور اړین ملحقات شامل دي، چې په دوو میاشتو کې به بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS