د پوهنې محترم وزیر په بامیان ولایت کې د ۲ بابه ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۳۰
سشی

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د والي محترم مولوي عبدالله سرحدي په ملتیا، په سیغان او یکاولنګ ولسوالیو کې د ۲ بابه ښوونځیو نوې ودانۍ افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

یادې ودانۍ چې له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۴۶ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي، هره یوه یې ۱۶ درسي خونې، لابراتوارونه، د کنفرانسونو تالارونه، اداري خونې او د لوبو میدانونه لري.

همدارنګه په بامیان ولایت کې د ۲۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او د ۴۶ نورو ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو پروژې هم د پوهنې محترم وزیر له خوا د ۶۳ مېلیونه افغانیو په لګښت سره افتتاح شوې.

د پوهنې محترم وزیر د پورته ذکر شویو ښوونځیو او پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: " موږ د موجوده اړتیاوو پر بنسټ، د زده‌کوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو ته لومړیتوب ورکړی او د دې اصل پلي کولو لپاره لازیاتې هڅې کوو."

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS