د پوهنې وزارت او د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست ترمنځ د دوه‌اخیزه همکاریو ګډ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۰:۲۹
fgrf

د پوهنې وزارت او د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست ترمنځ د ښوونیزو مرکزونو په کچه د سپورټ ودې لپاره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
د هوکړه‌لیک په مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رئیس محترم مولوي احمدالله وثیق، مسئولینو او د دواړو ادارو یو شمېر کلیدي غړو ګډون درلود.
په پيل کې د هېواد د المپیک، بدني روزنې او سپورټ محترم لوی رئیس د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې، له دغه هوکړه‌لیک څخه یې بنسټیزه موخه، په دیني مدارسو او ښوونځیو کې د ځوانانو د روغتیا، جسمي پیاوړتیا او ذهني ودې لپاره زمینه برابرول دي.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د بدني روزنې پر ارزښت هراړخیزې خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د سپورټ اداره په نړۍ‌واله کچه د اسلامي ارزښتونو او کلتور د پېژندګلوۍ په لاره کې مهم او اغېزناک رول لري.
 نوموړي ژمنه وکړه، چې دواړې ادارې به د طلابو او زده‌کوونکو د ښوونې، روزنې او سپورټي فعالیتونو لاپراختیا لپاره ګډې هڅې کوي.
د یاد هوکړه‌لیک له مخې به، په دیني مدارسو او ښوونځیو کې د طلابو او زده‌کوونکو لپاره سپورټي پروګرامونه، سیالۍ او روزنیز سمینارونه پلي کېږي، ترڅو د ځوانانو د ذهني او بدني پیاوړتیا سبب وګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS