د داوطلبۍ اعلان

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۰
2132

د کابل ښار پوهنې ریاست د املاکو او ودانیو د ساتنې او مراقبت عمومي مدیریت د نقشې او اټکل له مخې،  د نهمې، یوولسمې او دیارلسمې تعلیمي حوزې اړوند د الفتح عالي لېسې ژوره څاه کیندلو، د بي بي زینب کبرا لېسې شاوخوا دېوال جوړولو، د هزاره بغل منځني ښوونځي، د ژورې څاه کیندل او بیارغونه لکه (د تحویل خونې پارټیشن، اداري څانګو ترمیم، د تشنابونو ترمیم او د درې بابه خونو د پي وي سي پارټیشن) چارې پلې کړي.  هغه ساختماني شرکتونه چې د قرارداد غوښتنه کوي، کولای شي، د اعلان له خپرېدو وروسته د ۲۱ ورځو په اوږدو کې د کابل ښار پوهنې ریاست د تدارکاتو عمومي مدیرت ته خپلې غوښتنې وسپاري، شرط پاڼه کتلی شئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS