د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲
سشی

(د ۱۴۴۷ لمریز کال د جهادي او دارالهجرت په شمول د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکو ازموینو په اړه)

لکه څرنګه چې معلومه ده، د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت هر کال د جهادي او دارالهجرت په شمول د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په مشترک ډول او یو وخت کې ترسره کوي. اوسمهال د لاندې مهالوېش سره سم، د جهادي او دارالهجرت په شمول د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې به د شنبې په ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۶ نېته، د سهار په ۹:۰۰ بجو او د دارالهجرت ازموینې به د شنبې  ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۶ نېټه، د سهار په ۹:۳۰ بجو ترسره شي:

یادونه
!- څرنګه چې د ازموینې کارت د تابعیت پېژندپاڼې/ تذکرې پر بنسټ چمتو او وېشل کېږي؛ نو هر طلاب اړ دی، چې د ازموینې تالار ته ننوتلو پر مهال، خپله اصلي پېژندپاڼه له ځان سره ولري.
۲- د اضافي موادو لکه کتابونو، کاغذونو او د مختلفو برېښنایي وسایلو له راوړلو څخه باید په کلکه ډډه وشئ.

د پوهنې وزارت
دنشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS