د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین د بادغیس ولایت اړوندو دیني مدارسو له ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۵۴
شسزظطز

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو د پرمختګ، څارنې، ارزونې او بیاکتنې لپاره بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ.
د یاد وزارت محترم معین د بادغیس له والي او پوهنې رئیس سره د لیدنې پرمهال، له پوهنې سره د ولایت مقام همکارۍ وستایلې او زیاته یې کړه چې، د ادارو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو  دوام به پر پوهنیز بهیر ښه او مثبت اغېز ولري؛ نو اړینه ده چې د پوهنیزنظام  پراختیا او د ښوونیز کیفیت ښه والي په برخه کې باید یو له بل سره په ګډه کار وکړو.
دغه راز نوموړي د پوهنې له چارواکو څخه هم وغوښتل چې د ازموینې پروسه په صداقت، روڼتیا او عدالت ته په بشپړ درناوي سره پلي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، چې د دیني مدارسو د ازموینو پروسې د څارنې او ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې لپاره هرات ولایت ته تللی، هلته یې د پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۸
Background image

د پوهنې محترم وزیر د دیني مدارسو له ازموینو بهیر څخه کتنې په موخه لوګر ولایت ته لاړ

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په رسمي سفر لوګر ولایت ته ورسېد او هلته یې له پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي سره په لیدنه کې د تعلیمي وضعیت او د مدارسو ثانويه او مافوق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي د ننګرهار ولایت تعلیمي وضعیت وارزاوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت یو پلاوی چې د ننګرهار ولایت پوهنیز وضعیت په بیاکتنه بوخت دی، د یاد ولایت له پوهنې چارواکو سره په ګډه، د جلال آباد ښار استقلال عالي لېسې د زده‌کوونکو. . .

BACK TO NEWS