د پکتیا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۴۶
dfs

د پکتیا ولایت احمدخېلو ولسوالۍ اړوند د سکندرخېلو عالي لېسې لپاره یوه نوې کمپیوټرخونه د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت فعاله شوه.
دغه لابراتوارخونه ۱۶ پایې کمپیوټرونه، یو لوی LCD سکرین او نور اړین تجهیزات لري، چې په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د ځایي خلکو په همکارۍ، د همدغه ولایت د ۹ نورو ښوونځیو لپاره کمپیوټرخونې جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS