د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۵۳
25415

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروری " د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دعوت او ارشاد چارو د سمون لوی ریاست د هدایت پر بنسټ، د ملي پراختیا شرکت کارکوونکو ته یو ورځنى اصلاحي او ارشادي بیان وړاندې کړ.
دغه راز د دعوت او ارشاد محترم رئیس د ملي پراختیا شرکت منسوبینو ته د دعوت او ارشاد پر ارزښت، اهمیت او اساسي رول هر اړخیزې خبرې وکړې.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تنفیذ کمېټه کې په یو لړ موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشول.
همدارنګه د دعوت ارشاد محترم رٸیس د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې مرستيال په ملتیا د ښوونيزو کورسونو له مسٸولینو سره کتنې په ترڅ کې په یو شمېر اړينو مواردو هراړخيزې خبرې وکړې. 
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د خپلو ولایتي سفرونو په دوام خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو ته امام مبلغين معرفي، د کارکوونکو صورت او سیرت څخه يې څارنه ترسره او د دعوت او ارشاد نصاب تدریس څخه يې کتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS