بدخشان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو لابراتوارونه په اړینو ښونیزو توکو سمبال شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۳
541514

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي چې د روان ښوونیز کال په درشل کې، د پوهنې وزارت د ټکنالوژۍ او ساینس مرکز ریاست په همکارۍ، د فیض آباد ښار سربېره په یو شمېر ولسوالیو کې د ښوونځیو ۱۱۵ بابه ښوونیز لابراتوارونه په اړینو درسي موادو سمبال شوي دي.
پورته ذکر شوي لابراتوارونه د ریاضي، کیمیا، بیولوژي او فزیک مضمونونو لپاره په معیاري تجهیزاتو، خوندي توکو، مصرفي موادو او اړینو تعلیمي وسایلو سمبال شوي دي.
همدارنګه په پلان کې ده چې د نوي ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیل سره سم به د همدغه ولایت یو شمېر نور ښوونځي هم په دې پروګرام کې شامل شي او د هغوی لابراتوارونه به له پلان سره سم سمبال شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS