په مدارسو کې د طلابو ترمنځ علمي سیالۍ پرانیستل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۵:۵
erwtre

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست لخوا، په ننګرهار ولایت کې د مدارسو د طلابو علمي پوهې لوړولو او پراختیا لپاره، د ۲۴۵ تنو طالب‌العلمانو تر منځ د «صرف او نحوې» علمي سیالۍ پیل شوې.
همدا راز دغه سیالۍ د لغمان ولایت د مدارسو د ۶۰ تنو زده‌کوونکو تر منځ هم ترسره شوې.
د پروګرام د پیل په مراسمو کې مسئولینو له استادانو او د سیالیو له څارونکو پلاوو غوښتنه وکړه، چې د ازموینې جریان په دقیقه توګه وڅاري او پر روڼتیا او عدالت د ټینګار ترڅنګ، د ازموینې نظم او ډسپلین مراعات کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS