په کابل ښار کې د سواد زدهکړې ښوونکو لپاره میتودیکي ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې ریاست له لوري د سواد زدهکړې پروګرام درسي کتابونو د تدریس طریقو په اړه یو ورځنی میتودیکي ورکشاپ د کابل ښار اړوند ۱۵ تنو سواد زدهکړې ښوونکو لپاره جوړ شو.
یاد ښوونکي د «آغوش امید» معتادینو کمپ، د کابل ښار زندانونو ریاست، ارشاد، حج او اوقاف ریاست او د ماشومانو ملاتړ ادارې پورې اړوند وو.
دغه ورکشاپ چې د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې ریاست مسئولینو په حضور کې ترسره شو، مسئولینو د ټولنې د بې سواده قشر د باسوادولو په برخه کې د ښوونکو له هڅو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د پورته ذکر شوي ورکشاپ له زدهکړو څخه اعظمي ګټه واخلي.
