په کابل ښار کې د سواد زده‌کړې ښوونکو لپاره میتودیکي ورکشاپ جوړ شو

media-moe
Tue, Apr 07 2026 3:15 PM
65146

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست له لوري د سواد زده‌کړې پروګرام درسي کتابونو د تدریس طریقو په اړه یو ورځنی میتودیکي ورکشاپ د کابل ښار اړوند ۱۵ تنو سواد زده‌کړې ښوونکو لپاره جوړ شو.
یاد ښوونکي د «آغوش امید» معتادینو کمپ، د کابل ښار زندانونو ریاست، ارشاد، حج او اوقاف ریاست او د ماشومانو ملاتړ ادارې پورې اړوند وو.
دغه ورکشاپ چې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست مسئولینو په حضور کې ترسره شو، مسئولینو د ټولنې د بې سواده قشر د باسوادولو په برخه کې د ښوونکو له هڅو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د پورته ذکر شوي ورکشاپ له زده‌کړو څخه اعظمي ګټه واخلي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS