په لغمان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو لپاره د ځمکو وقف لړۍ دوام لري
د لغمان ولایت د فراشغان ولسوالۍ علمدوستو اوسېدونکو د خپلې سیمې د یوې دیني مدرسې لپاره ۹ بسوې ځمکه او د یوه ښوونځي لپاره ۶ بسوې ځمکه، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانۍ دى، مرسته کړې ده.
د لغمان ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو ځمکو د تثبیت او سپارلو بهیر بشپړ شوی او ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت له لوري د یادو سیمو د زدهکوونکو لپاره د مناسب او معیاري تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو په موخه ترې ګټه واخیستل شي.
