پکتیکا ولایت کې د یوې مدرسې  لپاره یو محراب جومات جوړېږي

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۰
61651

د سیمې د خلکو له لوري، د پکتیکا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د نورالعلوم دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات د۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د جوړولو چارې یې تر پنځوس سلنه پورې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د سیمې د خلکو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دغه جومات به په یو وخت کې د څه باندې ۱۶۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت ولري. 
نوموړي له نورو خلکو هم وغوښتل چې د هېواد د تعلیمي نظام ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS