په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو ۱۷ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
زذرز

د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې، کوټ، سپین‌غر او اچین ولسوالیو کې د ۱۷ ښوونیزو پروژو د ترمیم چارې، چې ټولیز لګښت یې ۱۲ میلیونه افغانۍ دی، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته بشپړې او په دې وروستیو کې د یاد ولایت پوهنې مسوولینو لخوا پرانیستل شوې.
د مسوولینو په وینا، په دغو پروژو کې د ښوونځیو د ودانیو ترمیم، د احاطوي دېوالونو جوړول، د روغتیایي اسانتیاوو برابرول، د لمریزې برېښنا سیسټمونو لګول او د څښاک پآکو اوبو زېرمې جوړول شامل دي، چې د یادو ښوونځیو د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS