د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۸
485

د پوهنې وزارت لخوا د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند حصارک لېسې زده‌کوونکو ته د کمپیوټر عملي زده‌کړو برابرولو په موخه، یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او فعاله شوه.
یاد ټولګی ۵ پایه ډسک‌ټاپ کمپیوټرونه، یو پروجکټر، مېزونه او څوکۍ لري، چې په فعالېدو سره یې د نهم، لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو ۱۵۰ تنه زده‌کوونکو ته د کمپیوټر عملي زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په همدې لېسه کې یو مجهز کتابتون هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS