د سرپل ولایت په بابه ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۷
gfxh

د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ اړوند د شاه‌مرد لېسې او د شیخان هلکانو منځني ښوونځي کې د څښاک اوبو ۲ حلقو څاګانو کیندلو چارې، د علم‌پالو خلکو او د ښوونځیو د شوراګانو د صادقانه همکاریو او هڅو په پایله کې بشپړې او د پوهنې مسوولینو لخوا پرانیستل شوې.
د ګوسفندي ولسوالۍ پوهنې آمر د معلوماتو له مخې، د شاه‌مرد لېسې د څاه د کیندلو لګښت (۵۰ زره) افغانۍ او د شیخان هلکانو منځني ښوونځي د څاه لګښت (۳۰ زره) افغانۍ شوی، چې د یادو ښوونځیو د خلکو او شوراګانو له خوا ورکړل شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS