په پروان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۱:۴۵
fg

د پروان ولایت پوهنې ریاست هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ټاکلو په موخه، د شاوخوا ۷۰۰ تنو ماشومانو څخه د پوهنې وزارت د پالیسۍ له مخې د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد فرید حقاني د دغې ازموینې د پیل په مراسمو کې د زده‌کړو پر اهمیت او د ماشومانو لپاره د ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل، ټاکل شوې ده چې دغه زده‌کوونکي د خپلې تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د یاد ولایت په ښوونځیو کې د خپلو سویو مطابق په مختلفو ټولګیو کې جذب او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS