په لوګر ولایت کې د یوې مدرسې لپاره درسي ټولګي ورغول شول
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار په داودخېلو کلي کې د شهید مولوي محمد خوشال ملنګ فاروقیه دیني مدرسې لپاره د حاجي حکمت الله سلطانخېل او د سیمې د خلکو په ګډ مالي ملاتړ، د ۱ میلیون او ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت څلور درسي ټولګي، تشنابونه او د اوداسه مناسب ځایونه جوړ شوي دي.
د دغو ودانیو په جوړېدو سره له ۱۰۰ څخه زیاتو طالبالعلمانو ته مناسب درسي چاپېریال برابر شوی دی.
