په زابل ولایت کې یوې مدرسې لپاره نوې درسي خونې جوړېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۵۴
ظیبسی

د زاهدیه دیني مدرسې لپاره د ۳ درسي ټولګیو او د یو محراب جومات بنسټ ډبره د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند په حاجي نعیم کلي کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه پروژه د ۴۲۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پر یوه جریب وقف شوې ځمکه عملي کېږي، چې د ودانیزو کارونو له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۵۰ تنه طلابو ته تعلیمي اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS