داوطلبۍ اعلان

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۸:۳۰
5151

د کابل ولایت پوهنې ریاست په شرايطو برابر ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، چې د ۵ بابه ښوونځیو او ۱ باب دارالعلوم د ترمیماتو په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. دغه ښوونځي په بګرامي، پغمان، ګلدره، میربچه‌کوت، ده‌سبز او موسهي ولسوالیو کې موقعیت لري.
علاقه‌مندان کولای شي، د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي په وړیا ډول د کابل ولایت د پوهنې ریاست تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپل وړانديزونه د شرطپاڼې له شرایطو، نافذه قانون او د تدارکاتو کړنلارې مطابق، په سرپټ ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر یکشنبې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ/سرطان میاشتې تر ۱۴ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د کابل ولایت د پوهنې ریاست تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.
د وړانديزونو پرانيستغونډه به د همدې نېټې (یکشنبه، ۱۴ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ولایت د پوهنې ریاست تدارکاتو مدیریت په سالون کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS