داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
61465

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي، د داوطلبۍ شرطپاڼه او اړوند سافټ کاپي ترلاسه او خپل وړاندیزونه د شرطپاڼې، د قراردادونو د قانون او د تدارکاتو کړنلارې له مخې په سرتړلي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۴/۲۱ نېټې، یکشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ده افغانان سیمې اړوند په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
د وړاندیز پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۲۱ نېټې، یکشنبې ورځې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت په تدارکاتو ریاست کې ترسره شي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS