په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو لپاره په نوبتي ډول د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ترسره شي.
