په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲
dfgds

د غزني ولایت په مرکز کې د شاه ابوالفتح ښوونځي د نوې ودانۍ  بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، وویل چې دغه ودانۍ به د یوه فرهنګي او د پوهنې ملاتړي بنسټ په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي.
د نوموړي په وینا، په دې ودانۍ کې به د ټولو اړینو ملحقاتو ترڅنګ ۹ درسي خونې جوړې شي، چې لسګونو زده‌کوونکو ته به خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه ښوونځي کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند زواکي لېسې په انګړ کې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د یو محراب جومات جوړولو چارې رسماً پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل ولایت په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې ۳۵۰ تنو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو ښوونکو ته یو ورځنۍ اصلاحي او ښوونیزه برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي په موخه په څلورو ولایتونو کې شپږ ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست، د نوي تعلیمي کال د عملیاتي پلان پر بنسټ، د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي او د انکشاف مسلکي مدرسینو د ظرفیت لوړولو په موخه په. . .

BACK TO NEWS