په دایکنډي ولایت کې د سیمه‌ییزو ښوونځیو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۵۶
61416

د دایکنډي ولایت د سیمه‌ییزو ښوونځیو ۱۳۲ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي شیرمحمد صدیقي په حضور کې پیل شوه.
دغه ورکشاپ د سیمه‌ییزو ښوونځیو د برنامې په چوکاټ کې ترسره شوی، کوم چې د یوې همکارې ادارې له لوري د دایکنډي ولایت د څلورو ولسوالیو په ۴۴ سیمه‌ییزو ښوونځیو کې پلي شوی دی.
د پورته ذکر شوې برنامې بنسټیزه موخه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د تدریس د نویو لارو چارو دودول، له زده‌کوونکو سره د چلند او اغېزمن تعامل د څرنګوالي ښه کول، د ټولګي د مدیریتي مهارتونو پیاوړتیا او په سیمه‌ییزو ښوونځیو کې د باکیفیته او اغېزمنې زده‌کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۳
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بلخ ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، له خپل مل پلاوي سره بلخ ولایت ته ورسېد.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې لومړی د بلخ له پوهنې رئیس محترم مفتي محمدشریف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د هرات ولایت په دوه بابه ښوونیزو بنسټونو کې د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې

د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند په شهزاده قاسم ښوونځي او خاتم‌الانبیاء دیني مدرسه کې د څښاک پاکو اوبو دوه حلقې څاګان د یوې خیریه ادارې له لوري د ۲۹۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت وکېندل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د شکایتونو او ستونزو د ثبت او اورېدو په اړه؛

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو په اړه د هېوادوالو د شکایتونو، ستونزو او وړاندیزونو د ثبت. . .

BACK TO NEWS