د جوزجان ولایت په ښوونځیو کې ۲۸ تنه کډوال ماشومان د تعلیمي سویې تر تثبیت وروسته جذبېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۴۹
سزظطز

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست په ښوونځیو کې ۲۸ تنه کډوال ماشومان د تعلیمي سویې تر تثبیت وروسته، د یاد ولایت د ښوونځیو په اتمو څخه تر یوولسمو ټولګیو کې جذبوي.
د ياد ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد وویل:" دغه ازموینه د زده‌کوونکو د تعلیمي کچې د ارزونې او هغوی په مناسبو ټولګيو کې د جذب په موخه ترسره شوې، ترڅو د هغوی د زده‌کړو بهیر له ښوونیزو وړتیاوو سره سم په منظم ډول دوام ومومي".

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۸
Background image

په پکتیا کې د یوه ښوونځي لپاره ٣ نوي درسي ټولګي جوړ شول

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند بنوزیو عالي لېسې لپاره د ځايي خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۳۲ زره افغانیو په لګښت درې معیاري درسي ټولګي جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۶
Background image

د زابل په مرکزي محبس کې نوې مدرسه تاسيس شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري د زابل ولایت په مرکزي محبس کې د «العمریه» په نوم نوې مدرسه په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د یادې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۴
Background image

په کونړ کې د نويو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د کونړ ولایت پوهنې ریاست اړوند ۳۶ تنو نويو ګومارل شویو مسلکي او اداري کارکوونکو لپاره دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
ټاکل شوې، د دغه روزنیزې برنامې ګډونوال د احصایې، راپور ورکولو،. . .

BACK TO NEWS