پروان ولایت کې د زده‌کوونکو روغتیا ساتنې په موخه روزنیزه ناسته ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۲۰
56464

د پروان ولایت په ښوونځیو کې «د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي» تر سرلیک لاندې څلور ورځنۍ روزنیزه ناسته د دغه ولایت د مرکز په شمول د سرخ پارسا او بګرام ولسوالیو د پوهنې آمریتونو۳۴ تنو منسوبینو لپاره پیل شوه.
مسوولینو د اسلام سپېڅلي دین په رڼا کې د فردي روغتیا ساتنې او پاکوالي ارزښت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
همداراز، چارواکو زیاته کړه چې د روان کال په لړ کې به زده‌کوونکو ته د پاکۍ او روغتیا ساتنې د توکو کڅوړې هم ووېشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰۰ پایې مېزونو او څوکۍ ترمیم شوې

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د اړتیاوو یوې برخې پوره کولو په موخه، د هغو زړو مېزونو او څوکیو د ترمیم برنامه پیل کړې، کوم چې له کلونو راهیسې د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

BACK TO NEWS