د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست اړتیا وړ قرطاسیې قرارداد لاسلیک شو
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست اړتیا وړ قرطاسیې برابرولو قرارداد، چې ټولیز ارزښت یې ۱ میلیون او ۸۲۳ زره افغانۍ دی، له قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته له یوه سوداګریز لوژستیکي شرکت سره لاسلیک شو.
په یاد قرارداد کې د پوهنې ریاست د اړتیا وړ ۸۵ قلمه قرطاسیه، اداري فورمې او نور اړین اداري اوراق شامل دي.
