په لغمان ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان ښوونځیو ته جذبېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۲
8778

د لغمان ولایت پوهنې ریاست له لوري ملک ته د راستنېدونکو کډوالو له ډلې د ۱۲۵ تنو ماشومانو د ښوونیزې کچې د تثبیت په موخه، له اووم تر دولسم ټولګي پورې د شاملېدو ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې موخه د راستنېدونکو ماشومانو د ښوونیزې کچې معلومول او د هغوی د زده‌کړو له سویې سره سم په مناسبو ټولګیو کې شاملول دي.
د پوهنې مسوولینو د ازموینې ګډونوالو ماشومانو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل: «تاسو نور کډوال او بې‌ځایه شوي نه یاست؛ تاسو د دې ملک د وجود یوه برخه یاست او په خپل وطن کې د خپل کور خاوندان یاست. تاسو بختور یاست چې په خپل وطن کې د زده‌کړې اسانتیاوې لرئ.»
د پوهنې مسوولینو زیاته کړه، راستنېدونکو ماشومانو ته د زده‌کړو د دوام زمینه برابرول د هغوی د راتلونکي د روښانتیا ترڅنګ، د هېواد د علمي او بشري ظرفیتونو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS