د فاریاب ولایت پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته د وړتيا لوړونې علمي برنامه  جوړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۴
د فاریاب ولایت پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته د وړتيا لوړونې علمي برنامه  جوړه شوه

د فاریاب ولایت د مرکزي هستې او د ولسوالیو پوهنې آمریتونو ۱۰۰ تنو اداري کارکوونکو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې او د دندو د لایحې د تشریح په موخه یوه ورځنۍ برنامه د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې جوړه شوه.
د دغه سيمينار پرمهال مسوولینو ګډونوالو ته په خپلو ویناوو کې سپارښتنه وکړه چې له یاد ورکشاپ څخه د ترلاسه کړو زده‌کړو او تجربو په کارولو سره خپلې اداري، مالي او کاري چارې په سمه، مسلکي او صادقانه توګه پر مخ یوسي، ترڅو خپلو خلکو ته لا ډېر او غوره خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS