په لوګر ولايت کې د یوه ښوونځي لپاره کمپیوټرخونه تاسيس شوه
د لوګر ولایت د برهکي برک ولسوالۍ شاهمزار لېسې لپاره د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ ، د ۶۷ زره او ۵۲۰ افغانیو په ارزښت کمپیوټر خونه تاسيس شوې ده.
ياد ټولګى په ۱۴ پایو لپټاپ کمپیوټرونو او یوه لوى سکرین سمبال دی، چې په یو وخت کې له ۴۰ څخه زیاتو زدهکوونکو ته د ډیجیټلي زدهکړو زمینه برابروي.
