په لوګر کې له یوه ښوونځي سره نغدي مرسته وشوه
د لوګر ولایت په مرکز کې له جمهوریت لېسې سره د پوهنېدوست شخصیت محترم حاجي محمد رومل له لوري شاوخوا ۲ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وشوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې یاده مرسته د جمهوریت لېسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو په جوړولو ولګول شي.
