پکتیکا کې د پوهنې اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې
د پکتیکا ولایت سروبي، تروې، وازېخوا او اومنې ولسوالیو پوهنې آمریتونو اړوندو ۶۴ تنو اداري کارکوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل چې له ترلاسه کړو زدهکړو او تجربو څخه په خپل کاري چاپېریال کې اغېزمنه ګټه واخلي.
