د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او بهرنیو اړیکو رئیسان هرات ته په رسمي سفر لاړل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۴
41515

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او د بهرنیو اړیکو رئیس محترم مفتي محمد حسن حقاني له مل پلاوي سره هرات ولایت ته ورسېدل.
د سفر په پیل کې، یاد پلاوي د هرات ولایت د پوهنې له رئیس او اړوندو آمرینو سره وکتل او د سفر موخه یې د همکارو بنسټونو په مالي مرسته د ترسره شویو ودانیزو پروژو ارزونه او کتنه وبلله.
په دې لیدنه کې د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د کاري برنامو د پلي کېدو په موخه یې د هر اړخیزې همکارۍ او لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS