د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه
د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی اللهعنهم) ښوونځیو د ۲۴ درسي ټولګیو لرونکو درې پوړیزو ودانیو له جوړولو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
د یادې څارنې پر مهال، مسوولینو ته د اصلاحاتو په برخه کې د سپارښتنو ترڅنګ، د پروژو چارې له فزیکي پلوه بشپړې او ګټې اخیستنې ته د سپارلو لپاره چمتو وبلل شوې.
