د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول
د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو چارو په بشپړېدو سره، د زدهکوونکو لپاره د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
