په میدان وردګ کې د خاتم الانبیاء مدرسه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
zxsdxv

د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند په ګرم‌آب کلي کې د خاتم الانبیاء (علیهم السلام) مدرسه، چې د سیمې د علم‌پالو خلکو په مالي لګښت جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني، وویل چې د دغې مدرسې جوړولو ټول لګښت یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ دی، چې د یادې ولسوالۍ د علم‌پالو خلکو له لوري ورکړل شوی دی.
نوموړي د پوهنې له نظام څخه د سیمې د خلکو د ملاتړ او همکارۍ قدرداني وکړه او د ښوونیزو بنسټونو په جوړولو کې یې د خلکو ونډه مهمه وبلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS