په کابل ښار کې د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د عملي زدهکړو د امکاناتو ارزونه پیل شوه
د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له لوري، د ښوونیزو معیارونو د پلي کېدو او د کاري مسوولیتونو ترسره کولو په موخه، د کابل ښار د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د حمایوي څارنې او ارزونې بهیر پیل شو.
دغه بهیر به په تدریجي ډول د کابل ښار ټولو خصوصي ښوونځیو او وروسته د ملک ټولو ولایتونو ته وغځول شي او اساسي موخه یې د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر په برخو کې د عملي زدهکړو د امکاناتو، ازمېښتونونو او کمپیوټر خونو د شتون، د اړینو وسایلو او د تدریس د څرنګوالي ارزول دي.
