په کابل کې د قرآن کریم د حسن قرائت، سیرتالنبي ﷺ، تقاريرو او ساینسي سیالیو ممتاز طلاب او زدهکوونکي وستایل شول
د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د قرآن عظیمالشان د حسن قرائت، سیرتالنبي ﷺ، تقاريرو او ساینسي علومو په سیالیو کې د ممتازو طلابو او زدهکوونکو د ستاینې په موخه، یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.
په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معين محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل، مسوولينو، د کابل ولایت پوهنې رٸيس، یو شمېر استادانو او علماء کرامو ګډون درلود٠
لومړى د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رٸيس محترم قاري عبدالباسط حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د موضوع په هکله معلومات وړاندې کړل او د یادو سیالیو د ممتازو زدهکوونکو دیني او علمي وړتیاوې او لاستهراوړنې یې وستایلې.
ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معين د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت سياليو پر اهميت خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د پوهنې وزارت مشرتابه کلک هوډ لري، ترڅو د دغه شان علمي سياليو لمن پراخه او د ملک ټولو برخو ته ورسوي٠
همدارنګه، د کابل ولايت پوهنې رٸيس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعيب د ذکر شويو علمي سياليو ټول پړاوونه تشرېح کړل او زياته يې کړه چې له دغو سياليو يې بنسټيز مقصد د طلابو او زده کوونکو د استعدادنو پياوړتيا او د هغوى هڅونه ده٠
دغونډې په جريان کې يو شمېر علماءکرامو او مېلمنو د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او دغه شان غونډې يې د زدهکوونکو د هڅونې او د هغوی د علمي وړتیاوو د پياوړتيا په برخو کې خورا مهمې وبللې.
په ورته مهال، ممتازه زده کوونکو خپلې علمي پروژې او لاسته راوړنې ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدلې٠
دغه پرتمينه غونډه مخکښو طلابو او زده کوونکو ته په ستاينليکونو او ډاليو وېشلو سره پاى ته ورسېدله٠
