د پوهنې وزارت د علمي شورا رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د علمي شورا د رئیس محترم مولوي محمد اسحاق حقیقي په مشرۍ پلاوی، د ښوونځیو د لسمو ټولګیو زدهکوونکو د معیاري ازموینو د بهیر څارنې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي د سفر په ترڅ کې د هرات ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او په اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د علمي شورا رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغوی د کاري پلانونو پلي کېدو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو ډاډ ورکړ.
